اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د غزني په حوزوي روغتون کې د سترګو ناروغیو وړیا درملنه کیږی

دید خبرې آژانس: د ترکیې د بشري مرستو ټولنې په ملاتړ د متخصصو روغتیاپالانو یوې اته کسیزې ډلې د غزني حوزوي روغتون کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پیل کړې ده.

د ترکیې د بشري مرستو ټولنې (IHH)  په ملاتړ له کابل څخه د متخصصو روغتیاپالانو یوه اته کسیزه ډله د غزني حوزوي روغتون ته راغلې، چې دغه ولایت کې د سترګو په ناروغۍ اخته کسانو وړیا درملنه وکړي.

د  مسوولینو په خبره؛ دا ډله به د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د ۱۲ ورځو لپاره د سترګو په ناروغیو د اخته ۱۰۰۰ تنو درملنې سربېره څه باندې ۲۰۰ جراحي عملیات هم وکړي.

د غزني د عامې روغتیا رییس، زرک ځیرک وايي: «له ۲۰۰ اضافه عملیاتونه زموږ سره اجرا کیږي، تر ۱۰۰۰ شاوخوا مریضان کتل کیږی، OPD د سترګو مریضان او لسګونه جوړه عینکي او د ورځې مطابق دوا ورکول کیږي.»

د روغتیاپالانو د ډلې غړی، محمد عزیز هم وايي: مریضان یو ځل OPD کوو، چک اپ کوو یې، زموږ فوکس په هغه مریضانو دی چې د سترګو پردې لري.

د دوی لپاره مو تیاری نیولی، چې دلته به عملیات کیږي او هرڅه به ورته برابریږي.»

ورته مهال ځینې ناروغان او ناروغ لرونکي که څه هم د وړیا درملنې دغه بهیر اغیزناک ګڼې وایي؛ خو په خبره یې د ناروغانو شمېر زیات او د درملنې موده کمه ده.

دوی له مسوولینو ددغو روغتیاپالانو د کاري موده غځېدا غوښتنه هم کوي.

یو ناروغ، عزیز الله  په دې اړه وايي: «موږ د دې په خاطر راغلي یو چې اعلان شوی چې دلته د مسکینانو بیچاره ګانو چاره کیږي دا د سترګو علاج کیږي.

موږ د سهار راهیسي راغلي یو دلته په دې خټو کې ولاړ یو نه زمونږه نظم مالوم ده، نه نمبر شته.»

یو بل ناروغ، محمد هاشم هم وايي:«زموږه خلک مسکینان دي، دلته راغلي چې خوشي تداوي وشي خو دغسې حال دی، دغسې بیروبار دی، ته وګوره.»

یو ناروغ لرونکی، حاجي محمد په دې اړه وايي: «زموږ غوښتنې دادي چې دا پروسه باید دوام وکړي، دا خلک ټول غریب دي، ما داسې خلک ولیدل چې له قره باغ او مقر څخه خلکو دا آوازه په مجازي نړۍ کې اورېدلې او تر دې ځایه راغلي دي.»

سیمه‌ییز مسوولین دغه راز زیاتوي چې په غزني ولایت کې د وړیا درملنې ورته نورو کمپاینونو د ترسره کولو په موخه هم هڅې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا