اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي

ډید خبري اژانس: د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه موضوع اعلان کړه او زیاته یې کړه، چې ټاکل شوې پلاوی به د دوشنبې په ورځ (۲۷حمل) پاکستان ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی به په دوه ورځني سفر پاکستان ته ولاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پانګونې او یو شمېر اړوندو مسایلو خبرې وشي.

تر اوسه د دغه سفر په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا