اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

د عامې روغتیا وزارت: په دوو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ ۳۸ سلنه زیاته شوي دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبان د عامې روغتیا وزارت د روان زیږدیز کال په وروستیو دوو میاشتو کې د لومړۍ میاشتې پرتله د کانګو ناروغۍ له ۳۸ سلنې زیاتوالي څخه خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي چې د روان زیږدیز کال په پنځو میاشتو کې، په ټول هېواد کې څه باندې ۲۰۰ تنه اخته شوي او شپږ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې هکله وايي:«په تېرو پنځو میاشتو کې موږ په ټول هېواد کې ۲۰۳ په شاوخوا کې د کانګو ناروغانو مثبت واقعیات لرو، البته په تېر کال کې له موږ سره ۱۲۴۴ په شاوخوا کې د کانګو مثبت واقعیات وو، چې په هغه کې د ۱۰۰ په شاوخوا کې مړینه مو لرله. په دې وروستیو کې له موږ سره چې، په ټول هېواد کې په دغو پنځو میاشتو کې د مړینو واقعیات دي ۶ مثبت واقعیات لرو.»

د کابل د انتاني روغتون یو شمېر ډاکټران وایي چې په روانه لمریزه میاشت کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي. دوی زیاتوي چې، د پنځلسو کسانو له ډلې چې د کانګو ناروغۍ د معاینې لپاره دغه روغتون ته ورغلي، د اتو تنو د معایناتو پایله مثبته وه.

ډاکټر فرید الله عمري وویل:«په دغې میاشتې کې د کانګو پېښې زیاتې شوې دي او هغه ناروغان چې د کانګو له امله بستر دي کابو ۸ مثبتې پېښې دي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تېر کال په هېواد کې ۲۴۴ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي او ۱۰۰ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا