اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د عامې روغتیا وزارت د تېر کال لاسته راوړنې او د روان کال لومړیتوبونه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړول، د جمهوریت روغتون مجهز کول، د ساري ناروغیو کابو کول، د ګوزڼ ناروغیو لمنځه وړل او وړتیا لوړونې پروګرامونو په لاره اچول روان کال کې د دغه وزارت لومړیتوبونه ګڼي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وایي، تېر کال کې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کوونکو ۱۸۰ بنسټونو سره د همکاریو هوکړې لاسلیک شوي او په خبره یې، د روغتیایي سکټور په برخه کې ۱۸۴ فعال بنسټونه دغه وزارت کې ثبت شوې دي.

شرافت زمان امرخیل و ویل: « کوښښ کوو چې د روغتیایي خدماتو شمېر د هېوادوالو د اړتیاو سره سم تنظیم کړو، د  والسوالیو په کچه د خدماتو پراخوالی او تقویه کول، ټولو ولسوالیو کې د والسوالۍ په کچه د روغتیایي مرکزونو جوړول، د خوارځواکۍ ناروغانو د داخل بستر خدماتو لپاره ولسوالیو په کچه د خدماتو پراخوالی او د نظارتي سیسټم تقویه کول چې د همدې پلان په اساس به سږکال د والسوالیو په کچه  ۳۰ کلینیکونه د هېواد په کچه جوړ شي.»

 د عامې روغتیا وزارت مسوولین دغه راز وایي، افغانستان د سیروم د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او تېر کال یې ډېره اندازه سیروم عربي هېوادونو ته هم صادر کړی دی.

دوی وایي، تېر یوه کال کې د واکسین د تطبیق کچه له ۶۵ سلنې ۸۰ سلنې ته لوړه شوې او دغه موده کې څه د پاسه ۸ میلیونه مېندې او ماشومان واکسین شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې اړه زیاته کړه: « د واکسین د پوښښ کچه چې پخوا ۶۰ سلنه وه اوس ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده، د ۸ میلونه او ۵۹۹ زره او ۷۵۰ تنه مېندو او ماشومانو ته بېلابېل واکسینونه تطبیق شوې دي.»

شرافت زمان امرخیل دغه راز وایي، تېر یوه کال کې ۲۵زره او ۳۰۲ قلمه درمل او روغتیايي محصولات وارد شوي، د کورنیو تولیداتو ۲۳۱۶ قلمه درمل بازار ته وړاندې شوي او د درملو د  تولید ۱۵ کارخونو، ۱۵۱ د درملو واردوونکو شرکتونو، ۱۷۹عمده پلورنځیو او ۲۴۶۸ فارمسیسټانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوې دي.

دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پراختیا مرستیال بیا وایي، تېر یو کال کې ۳۴ زره او ۸۹ روغتیايي کارکوونکو ته د فعالیت د جواز وېش، په ۳۴ ولایتونو کې بندیانو ته روغتیايي خدماتو وړاندې کول، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ۱۰۵۶ قلمه بېلابېلو درملو ثبت او تایید، د څه باندې ۱۵۰۰ نويو ډاکټرانو، له ۳۰۰۰ زیاتو معالجوي ډاکټرانو او د غاښونو څه باندې ۲۰۰ ډاکټرانو ثبتول د دغه وزارت له لویو کارونو دي.

 محمد حسن غیاثي په دې تړاو زیاته کړه: « د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ډاکټران په زندانونو کې هم ګومارل شوې دي او زندانیانو ته ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کیږي، د معالجوي طب ډاکټرانو ته ۳ زره او ۴۹۸ او د غاښونو ډاکټرانو ته ۲۱۰ جوازونو وېشل شوې دي،  او دغه راز د طبي شورا عمومي ریاست له لوري ۱۵سوه او ۶۵ تازه ځوان ډاکټران ثبت شوې دي.»

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په خبره، تېر یوه کال کې د دغه وزارت مشرتابه نورو هېوادونو ته ۱۴رسمي سفرونه کړي او دغه راز د روغتیايي خدماتو له وړاندې کوونکو ۱۸۰ موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او په روغتیايي سکټور کې ۱۸۴ فعالې موسسې ثبت شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا