اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا:

د «طوفان الاقصی» عملیات د فلسطین د خلکو په وړاندې د څه باندې نیمې پیړۍ د وحشتناکو جنایتونو پایله ده

ډید خبري اژانس: د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د فلسطیني مقاومت او اسراییل رژیم تر منځ جګړې ته په غبرګون کې د ازادۍ لپاره د فلسطیني ولس مبارزه د هر ملت طبیعي حق وباله او ټینګار یې وکړ د طوفان اقصی عملیات د اسراییلی رژیم د جنایتونو پایله ده.

د نجات ملي مقاومت شورا د یکشنبې په ورځ (۱۶میزان) د طوفان اقصی د عملیاتو په ملاتړ یوه اعلامیه خپره کړه چې د اسرائیلي رژیم پر ضد د فلسطیني مقاومت له خوا پیل شوی دی.

د دغې شورا په بیانیه کښې راغلي دي: په تاریخي فلسطین کښې د ازادۍ د جنګ د بل پړاو تکرارول د نیواکګر چلند، دوه ګوني معیارونو او د ملتونو د حقوقو په باره کښې د وسیلې چلند له امله رامینځته کیږي او د نړیوال عدالت د نظام د نیمګړتیا ښکارندويي کوي.

دغه شورا ستر قدرتونه د مظلومو ولسونو د حقوقو په تر پښو لاندې کولو تورنوي او افغانستان او فلسطین ته په اشارې سره وايي چې اوسني نړیوال نظام له دوی څخه د ولسونو د برخلیک ټاکلو حق اخیستی دی.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو له مخې د اسرائیلو د اشغال دوام او د فلسطین د مسلمانو خلکو له حقوقو څخه سرغړونې په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دي. نړیوال نظام او د فلسطین خلک حق لري چې اشغال پای ته ورسوي او نیواکګر له خپلو ځمکو څخه وباسي او له خپل انساني وجود څخه د دفاع مشروع حق پلي کړي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د فلسطین د خلکو له حقه د خپل ملاتړ د اعلانولو په ترڅ کې له هر ډول تبعیض پرته د عدالت په رعایت او د بشري حقونو په تامینولو باندې ټینګار وکړ او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې سوله او عدالت تامین کړي او حق ته درناوی وکړي. ملتونه په ځمکه کې خپل برخلیک پخپله ټاکي او خپله دنده سرته رسوي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا