اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبان ګډون کوونکي غړی د دوحې په ۳مې غونډه کې ته لا اوسه روښانه نه دي

دید خبرې آژانس: څه کم لس ورځې د دوحې تر ۳مې غونډه پاتي دی خو لا تر اوسه پورې د طالبانو لخوا ګډون کوونکي غرې روښانه شوي نه دي.

سره له دې چې، د دوحې د درېیمې غونډې جوړېدو ته څه کم لس ورځې پاتې دي؛ خو لا هم روښانه نه ده چې، په دغې غونډه کې د سرپرست حکومت په استازولۍ څوک څوک ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رييس سره له دې چې، په یاده غونډه کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون پخلی کوي؛ خو زیاتوي، لا هم روښانه ده چې، په یاده غونډه کې به په کومه سطحه استازي ګډون وکړي.

ذاکر جلالي وايي چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه به په دوحه کې د ملګروملتونو د لوی منشي د مرستیال په مشرۍ ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس، ذاکر جلالي وايي: (افغان حکومت هم پخوانۍ اجنډا او ترکیب ته په پام چې له اسلامي امارت سره شریک شوی د یو پلاوي د لیږلو پریکړه کړې، خو لا هم روښانه نه ده چې اسلامي امارت به دغه غونډه کې په کومه کچه ګډون وکړي، د غونډې اجنډا ښيي چې بحثونه به د خصوصي سکتور، مالي او بانکي مسایلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې او معیشت د بدیل په تړاو را وڅرخي، افغان حکومت له لویدیځ هېوادونو سره د رغنده تعامل پلوی دی لکه څنګه یې چې له ګاونډیو او د سېمې له هېوادونو سره پرمختګونه لرلي دي.)

دغه دوه ورځنۍ غونډه د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر په دوحې ښار کې جوړیږي.

اسلامي امارت هم ویلي وو چې په دغه غونډه کې به د سرپرست حکومت پلاوی هم ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګروملتونو سیاسي مرستیال هم کابل ته د سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنو په لړ کې ویلي وو چې د دوحې په دریېمه غونډه کې به د مالي، بانکي، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اقلیمي بدلونونو په تړاو بحثونه وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا