اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو ۱۳ پخواني چارواکي پر نويو پوستونو وګمارل شوی

دید خبرې آژانس: طا-لبانو په یوه خبرپاڼه کې د ۱۳ کسانو د ګمارلو اعلان کړی، چې د وزارتونو د مرستیالانو تر څنګ یې په نظامي او امنیتي څانګو کې هم په دنده ګمارل شوي، خو په دوى ټول کسان د طا-لبانو پخواني چارواکي دي او په منځ کې یې هیڅ نوې څېره نشته.

د طا-لبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو ګمارنو کې درې تنه د طا-لبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا، د ټولګټو او کلیو پراختیا وزارتونو معينان دي.

درې تنه نورې يې د کندز، غور او ننګرهار لپاره د طا-لبانو د واليانو په توګه ټاکل شوي دي.

څلور نور تنه نور د کاپیسا، غور، جوزجان او بادغیس ولایتونو لپاره د طا-لبانو د امنیه قوماندانانو په توګه ټاکل شوي دي.

یو له هغو څخه د طا-لبانو د البدر قول اردو د قومندان ټاکل دي.

دغه راز د دغې خبرپاڼې پربنسټ، په وروستیو دوو مواردو کې د طا-لبانو تر ادارې لاندې د کرنې وزارت د بشري سرچينو د رئیس ټاکل او د طا-لبانو تر ادارې لاندې د مرکزي دارالافتاء د غړي په توګه د یوه کس ټاکل شامل دي.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ:

طا-لبانو د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ پخوانی معين بخت الرحمن شرافت د طا-لبانو لخوا د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معين په توګه وټاکل شو.

د طا-لبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پخوانی مالي او اداري معين محمد اسحاق صاحبزاده د ټولګټو وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د کندز پخوانی والي نثار احمد نصرت د طا-لبانو تر ادارې لاندې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د پراختیا او بیارغونې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د طا-لبانو د ۲۰۵ اتل قول اردو پخوانی قومندان محمد خان دعوت د کندز ولايت لپاره د طا-لبانو د والي په توګه وټاکل شو.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ لپاره د طا-لبانو پخوانی ولسوال حیات الله مبارک د غور ولایت د والي په توګه وټاکل شو.

 په غور کې د طا-لبانو پخوانی والي احمدشاه ديندوست د طالبانو د ۲۰۵ بدر قول اردو د قومندان په توګه وټاکل شو.

د طا-لبانو له تر واک لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري منابعو پخوانی رئیس عبدالولي اتقاني په جوزجان ولایت کې د طا-لبانو د پولیسو د قومندان په توګه وټاکل شو.

د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان عبدالسلام حسیني د کاپیسا ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ پخوانی امنیه قومندان نورآقا حیدر د غور ولایت د امنیه قومندان په توګه وټاکل شو.

په جوزجان ولایت کې د طا-لبانو پخوانی امنیه قوماندان حفیظ الله پهلوان د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ لپاره د طا-لبانو د امنیت امر په توګه ټاکل شوی دی.

په ننګرهار ولایت کې د طا-لبانو د پوهنې پخوانی رٸیس عزیزالله مصطفی په دغه ولایت کې د طا-لبانو د مرستیال والي په توګه وټاکل شو.

په کاپیسا ولایت کې د طا-لبانو پخوانی قومندان محمد عثمان د طالبانو له خوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري منابعو د رئیس په توګه وټاکل شو.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مالي او اداري معين رحمت الحق فضيل د طا-لبانو د مرکزي دارالافتا د غړي په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طا-لبانو تر ادارې لاندې په دولتي بستونو کې ټولې نوې تعيينات، تغییرات، بدلونونه، ګمارنې او ټاکنې د طا-لبانو له غړو پرته بل چا لپاره نه وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا