اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د طا-لبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال: افغان خاوره د هیچا پر ضد نه کاریږي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال، محمد نبي عمري په افغانستان کې د القا/عدې او دا/عش حضور له حقیقته لرې بولي او وايي، د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

ښاغلي عمري ویلي: افغانستان د امریکايي او نورو ځواکونو له اشغال څخه ازاد شوی دی، هیڅ ډول بهرنۍ او کورنۍ جګړه نشته.

د افغانستان ټوله جغرافیه د یوې واحدې حکیمانه رهبرۍ لاندې ده. د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پوره امنیت تامین دی. خلک د امن په فضا کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

محمد نبي عمري د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاتوی چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

هغه دا راز ټينګار کوي چې په ټول افغانستان کې سراسري امنیت دی او اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې  نورو هېوادونو ته هم د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

هغه په دې تړاو و ویل: د خپلو ټولو ګاونډيانو او سیمې هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو. د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو او نه چاته اجازه ورکو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو په تېره بیا ځينو ګاونډيو هېوادونو د دوی پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر کارول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده، خو اسلامي امارت تل دغه ادعا رد کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا