افغانستانروستي خبرونهسیاست

د طا-لبانو کابینې کوچیانو ته د الکترونیکي تذکرو د ویش پلان تصویب کړ

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د طا-لبانو د چارو ادارې چارواکي وايي، د کابینې په غونډه کې کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د وېش طرحه تصویب شوې ده.

د طا-لبانو کابینې کوچیانو ته د الکترونیکي تذکرو د ویش پلان تصویب کړ

د طا-لبانو د چارو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د احصایې او اطلاعاتو ریاست ته دنده سپارل شوې چې دغه پلان عملي کړي.
د طا-لبانو ادارې ویلي دي چې کوچیانو ته د تذکرو د ویش بهیر به بیا پیل کړي. د ادارې په وینا، دا پروسه د ځینو ستونزو له امله ځنډول شوې وه.
د طا-لبانو کابینې د دې ډلې د مالیې وزارت وړاندیز هم منظور کړی چې د پاسپورټونو او د اړتیا وړ لامینیشن درې میلیونه جلدونه چاپ کړي.
په همدې حال کې د طا-لبانو په مشرۍ د حکومت د پاسپورټ دفتر د غبرگولی په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو اونیو کې به له هېواده بهر چاپ شوي درې میلیونه پاسپورټونه کابل ته راورسېږي. اوس داسې ښکاري چې دا ژمنه نه ده پوره شوې.
ولسي وګړو تل د پاسپورت د وېش په بهیر کې پر سستۍ او فساد نیوکې کړي دي. دا مهال په کابل کې د پاسپورټ یوازینی دفتر فعال دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا