اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو په زندان کې امریکایي بندیان نومونه څرګنده شوه

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند منلې، چې د جورج ګلزمن، محمود حبیبي او راین کاربټ په نومونو درې امریکايي وګړي د طا-لبانو په بند کې دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند وویل، چې دوه امریکایان – یوه ښځه او یوه سړی – د دې ډلې په بند کې دي.

واشنگټن اگزمینر راپور ورکړی، چې دغه امریکایي وګړي مدافع وکیل ته لاس رسی نه لري. د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې په کابل کې د دوحې له درېیمې غونډې وروسته ویلي و، چې د امریکایي بندیانو د تبادلې په اړه یې د امریکا له استازو سره خبرې کړي دي. ښاغلي مجاهد وویل، چې طالبان به له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو ځواکونو د خلاصون په بدل کې امریکايي وګړي خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بندیانو د تبادلې په اړه د طا-لبانو وړاندیز په برخه کې پوښتنو ته ځواب ور نه کړ، خو د بندیانو په سمدستي او پرته له قید او شرطه خوشې کیدو یې ټینګار وکړ.

واشنگټن اگزامینر وايي، چې طا-لبانو ته د امریکايي بندیانو د نومونو افشا کول شاید د هغه ستونزمنې لوبې لومړۍ نښه وي، چې امریکا یې د طا-لبانو له رژیم سره کوي.

رایان کاربټ د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال د طا-لبانو له خوا ونیول شو. کاربټ اوس په خرابو شرایطو کې د ځمکې لاندې ساتل کیږي او روغتیایي حالت یې هم خراب ښودل شوی دی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی مشر محمود حبیبي چې یو افغان الاصله امریکايي دی، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه د «اې ار اېکس کمیونکیشن» شرکت له ۲۹نورو کارکوونکو سره ونیول شو. د حبیبي د کورنۍ په وینا نوموړی د القا/عدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د کابل په شیرپور کې نیول شوی و.

طا-لبانو دغه شرکت تورن کړی چې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې یې لاس درلود.

طا-لبانو د حبیبي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

جورج ګلزمن درېیم امریکایی وګړی دی چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۵نېټه د طا-لبانو له خوا نیول شوی و. د راپورونو له مخې د طا-لبانو په زندان کې د هغه روغتیايي حالت نازک دی او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا