اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د طا-لبانو په دیني مدرسو کې له ۳،۶ میلیونو زیات کسان پر زده کړو بوخت دي

دید خبرې آژانس: له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بنديز ترڅنګ، د طا-لبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د «اسلامي زده کړو» ۲۱زره۲۵۷ مرکزونه جوړ شوي چې پکې ۳.۶۹ میلیونه کسان پکې پر زده کړو بوخت دي.

د دې په پرتله طا-لبانو په هېواد کې د دولتي او خصوصي ښوونځيو شمېر ۱۸زره۳۳۷ اعلان کړى دی.

طا-لب چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د اسلامي زده کړو په مرکزونو کې ۱۹زره۶۹۹ مدرسې، يو زرو ۲۷۷ دارالحفاظ، ۱۱۵ دارالعلوم او ۳۹ یتیم خانې شاملې دي.

طا-لبانو څرګنده نه کړه چې ایا دا دیني بنسټونه د دوی د واکمنۍ په وروستیو دریو کلونو کې جوړ شوي او که د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال جوړ شوي مرکزونه هم په کې شامل دي.

طا-لبانو همدارنګه ویلي چې د اسلامي زده کړو په ریاست کې د ۱۰۰زره منظور شویو بستونو لپاره د ګمارنې لړۍ روانه ده.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې په دولتي او خصوصي ښوونیزو موسسو کې د شاملو زده کوونکو شمېر ۱۰،۹۱ میلیونو تنو ته رسېږي چې په ۱۸زره۳۳۷ ښوونځیو کې زده کړې کوي. د دې شمېر څخه، په تېرکال کې له ١.٤ ملیون څخه ډیر خلک ښوونځیو کې شامل شوي دي.

طا-لبانو نجونې د پوهنتون ته د تګ او د کانکور په ازموینو کې د ګډون څخه بې برخې کړې دې. تېره میاشت د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري څانګې (یونسکو) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و، چې که د طا-لبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، په افغانستان کې به تر څلور میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شي.

د طا-لبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې دغه بنسټ ۳۸۹ زره ۲۰۰ کارکوونکي لري، چې ۲۴۱ زره ۱۲۱ تنه یې ښوونکي او پاتې نور یې په اداري او معاونیتونو کې کار کوي.

سربېره پردې، طا-لبانو د کوچیانو لپاره د ۱۲۳ ښوونځیو او ۱۵۹ محلي ټولګیو د جوړولو اعلان وکړ، چې اوس مهال په کې ۴۱زره۸۲۴ کوچیان په زده کړو بوخت دي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې په یو کال کې شل زره هغه کسان چې له داخلي او خارجي مدرسو فارغ شوي دي ترې د سويې د تثبيت ازموینه اخیستل شوې ده.

د طا-لبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې له لومړي څخه تر دوولسم ټولګيو پورې ۱۶ میلیونه ۱۸۸ زره ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه، ۶۱۷ زره ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه د «اسلامي زده کړو» مرکزونو او ۲۹۴ زره ۶۴۱ ټوکه کتابونه د «سواد زدکړو» لپاره چاپ او ویشل شوی دی.

دا شمېرې په داسې حال کې وړاندې کیږي چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له تېرو درېیو کلونو راهیسې ښوونځي ته له تګ منع شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا