اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د طا-لبانو په اړه د فضلی خبری

دید خبرې آژانس: د تېر نظام د چارو ادارې مشر وایي: «پوهنې سره د ښکیلاک د دې نیابتي اوسنۍ حاکمې ډلې دښمني ژورې ریښې لري.»

د افغان انترنشنال د خبر له مخې، فضل محمود فضلي د طا-لبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیزونو ته په اشارې سره وايي؛ یاده ډله او ملاتړي یې په “ډېرې بې شرمۍ او منافقانه تبلیغاتو” سره هڅه کوي، دا بهیر عادي وښيي.

نوموړي په خپل اېکس کې همداراز لیکلي، چې طا-لبان او ملاتړي یې په کاذب روایت سره غواړي داسې یو ذهنیت جوړ کړي، چې ګواکي له پوهنې سره مخالفت په هیواد کې دودیزې ریښې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي څو ورځې وړاندې هم ویلي و: «حاکمه ډله عصري زده کړو ته لېوال افغانان سپکوي او شرایط پرې سختوي.»

ښاغلي فضلي همداراز ویلي و، چې د دې ډلې له خوا پر لوستو خلکو د شرایطو په سختېدو سره به د پوهو افغانانو شمېر کم شي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طا-لبانو په روزنیزو چارو د ټولو محدودیتونو ترڅنګ څو ورځې وړاندې د هېواد د ټولو پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول هم منع کړل.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ټولو ښوونیزو او روزنیزو چارو بندیزونه لګولي او له درېو کلونو راهیسې د افغانستان ښوونځي له دولسم ټولګي ښځینه فارغانې نه لري.

د ۱۴۰۰ کال د زمري له ٢٤مې نېټې تر اوسه د هېوادونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو سازمانونو استازو له طالب چارواکو سره په لسګونو غونډې کړې او په ډېریو مواردو کې يې د ښوونځيو د بيا پرانېستلو غوښتنه کړې، خو دغو غوښتنو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.

سره له دې چې طا-لبانو تل ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو بندېدل موقتي دی او د شریعت پر اساس به نجونې یو ځل بیا ښوونځیو ته ستنې شي، خو له درېو کلونو راهیسې طا-لبانو د نجونو د زده کړو او نورو مسایلو په اړه د محدودیتونو د لېرې کولو په برخه کې هیڅ کوم نرمښت نه دی ښودلی او برعکس یې لا پسې سخت کړی هم دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې بیا په دې وروستیو کې په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز به په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو د زیاتېدو لامل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا