اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیده

د طا-لبانو په ادارو کې نوي ګمارنې

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طا-لبانو د مشر هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې په یو شمېر ادارو کې نوې ګمارنې شوې دي.

د طا-لبانو د مشر د فرمان له مخې د طا-لبانو د ټکنالوژۍ او لوژستیک معين محمد ظریف مظفر د سرپل د والي او د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پخوانی ولسوال عبدالله بشیر د طا-لبانو د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستيک د معين په توګه وټاکل شو.

په همدې حال کې محمد اسماعیل فاٸز د طا-لبانو تر واک لاندې د کور او ښار جوړونې وزارت د مسکن،ساختماني چارو او د زونونو د پراختیا معين، د غزني د اندړو ولسوالۍ لپاره د طا-لبانو پخوانی ولسوال سلیمان آغا بهير د نیمروز د والي مرستيال او عبدالله  حماد د استخباراتو رياست د بتار قطعې مخکنى رٸيس  ارکان  په غزني کې د دوی د والي د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

ذبیح الله مجاهد په دغه خبرپاڼه   کې ليکلي، چې د غزني په زون کې د طا-لبانو د نظامي محکمې پخوانی رٸیس سید آغا د دوىدتر واک لاندې د دفاع وزارت  عقيدتي،کلتوري او د امربالمعروف  رٸيس، او د سرپل ولايت پخوانى والي عبدالرحمن اکا  د ۲۰۹ الفتح قول اردو د دوهمې لوا لپاره د دوى د قومندان په توګه وټاکل شو.

په دې خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې لواء مخکنى قوماندان محمد نسیم زرقاوي د دریمې پلي لوا د قومندان په توګه، د ۲۰۵ البدر قول اردو د لوژستیک پخوانی مشر محمد نسيم عزت د همدې قول اردو د دوهمې پلي لواء لپاره ددوى د قومندان په توګه، د ٢٠٥البدر قول اردو د لومړۍ پلي لوء د درېیم کنډک مخکنى قومندان غلام رسول د همدې قول اوردو د دوهمې پلي لواء د قومندان او رٸيس ارکان په توګه او طالبانو قول اردو او د غزني پخوانی مرستیال والي  رحیم الله محمود د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په توګه ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو نهو مياشتو کې د آمو  د موندنو پر بنسټ، د طا-لبانو تر واک لاندې دولتي څوکيو کې د طا-لبانو ګمارنې يوازې له يوه لوري بل لوري ته د څېرو د بدلولو په مانا دي او نويو څېرو د دوی په ګومارنو کې ډېر ځای نه درلود.

په همدې حال کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د بېوزلۍ پر ډېرېدو نیوکه کوي او وايي چې یو شمېر یې له دندو ګوښه شوي او د دوى بستونه د طا-لبانو غړو ته ورکړل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا