اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د طا-لبانو مشر: له اختلافونو پرهېز وکړئ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مشر د دې ډلې د ملي دفاع وزارت د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي: «له اختلافونو پرهېز وکړئ ځکه چې دا کار د ماتې او ناکامۍ لامل کیږي.»

هبت الله اخندزاده په دې کتنه کې د طا-لبانو ترمنځ په یووالي، اخلاص، تقوا او اطاعت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له خپلمنځیو اختلافونو لاس واخلي.

نوموړي د دې ډلې د ملي دفاع وزارت د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولینو غوښتي، چې پرمختګونو ته د رسېدو لپاره پر یووالي او ورورولۍ منګولې ولګوي.

هبت الله په دې کتنه کې له یادو مسوولینو همداراز د کلکې عقیدې او د مورالو د لوړو ساتلو غوښتنه هم کړې ده.

نوموړی د طا-لبانو ترمنځ د اختلافونو پر پایته رسېدو په داسې حال کې ټینګار کوي، چې دوه ورځې وړاندې باوري سرچینو ویلی وه چې په دې وروستيو کې له ملا هبت‌الله سره د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني او د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا يعقوب مخالفتونه ډېر ژور شوي دي.

داسې هم ویل کیږي، چې دغه دواړه وزیران د ملا هبت‌الله د وروستیو کړنو په وړاندې درېدلي او په خپلو چارو کې یې لاسوهنه بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې هبت الله تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې که د یادې ډلې غړي سیمه ییز تبعیض پرېنږدي، اختلافونه او بې باورۍ به د دوی د ماتې لامل شي.

ملا هبت الله په وار – وار د طا-لبانو د حکومت مشرانو ته ویلي، چې د نظام د ساتلو لپاره باید خپلمنځي اختلافونه پای ته ورسوي.

نوموړي دا هم ویلي وو، چې که طا-لب مشران له خپلو مخالفتونو لاس وانه خلي؛ نو د ده په خبره دښمن به یې ډېر ژر حکومت له منځه یوسي.

له دې سره، د تېر حکومت یو شمېر چارواکي بیا په دې باور دي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل مېشتو طا-لبانو سیاسي، اقتصادي او نظامي ځواکمنتیاوې زیاتېږي او د کندهار رسوخ ورسره کمېږي او دې مسالې د طا-لبانو مشر ورخطا کړی دی.

ملا هبیت په داسې حال کې د طا-لبانو تر منځ په یووالي او ښې حکومتولۍ ټینګار کوي، چې دا ډله د بشري حقونو پر نقض او دغه راز پر خپلمنځیو اختلافونو تورنه ده؛ خو طالبانو بیا دا تورونه تل رد کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا