اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو مشر: اختلافات باید پای ته ورسیږي

د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په بلخ کې د دې ډلې ولايتي مسولينو ته د يوې غونډې پر مهال په خبرو کې ويلي، چې «شخصي اړيکې، واسطې او بې عدالتي نظام له منځه وړي.»

هبت الله اخندزاده په دغو خبرو کې زیاته کړې چې: «اختلافاتو علني شکل غوره کړی او مهمه ده، چې اوس پای ته ورسیږي.»

د طا-لبانو مشر له څو ورځو راهیسې د شمالي، شمال لوېديځو او شمال ختيځو ولايتونو سفر لري.

نوموړي پرون په بلخ کې د دې ډلې له ځايي چارواکو سره لیدلي او وینا یې ورته کړې ده.

د طا-لبانو د مشر هبت الله د وينا یوه برخه، چې په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوې د بلخ ولایتي مسولينو ته په خطاب کې وايي « که اسلامي نطام په عدالت باندې ولاړ و، د عدالت فيصلې يې کولې بیا به تر قيامته پوري پاته وي.»

هبت الله په خپلو خبرو کې د اندېښنې په ډول زياتوي، چې که قدرتمن او واسطه لرونکی محکمه نه شي ظلم او وحشت دی.

هغه وایي: « که ظلم راغی، وحشت راغی او سپارښتونه راغلل. قدرتمن سړی نه محکمه کېده، واسطه لرونکي خلک مخ ته وو يوازي غریب محکمه کېده او غریبان بې واسطې خلګ پاته وو، نو عدالت پاته شو بیا دا نظام نه پاتيږي.»

د طا-لبانو مشر ويلي، دا د خدای غوښتنه ده، چې «اسلامي نظام» به اول پر ځای او بيا پر نورو پلی کوي.

نوموړي زياتوي، چې د طا-لبانو په بريا سره د ادارو مشران عالمان دي او ټول يې باید اطاعت وکړي.

ملا هبت الله د اختلافاتو شتون مني او وايي، چې دغه اختلافات په عامه توګه رامنځته کېږي.

هغه ويلي: «مشران باید هوښیارې پریکړې وکړي. اختلافات اوس هم شته، اختلافونه عام شوي، ښه ده چې پای ته ورسېږي، ځکه دا چارې ملت د جهالت لوري ته بيايي.»

طا-لبانو ارګ په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ملاهبت الله د دغو سفرونو په لړ کې بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، ‏بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته تللی دی.

دا لومړی ځل دی، چې د طا-لبانو مشر په یوه نسبتا اوږد سفر د افغانستان شمالي ولایتونو ته ځي.

تر اوسه په دې سفر کې د چا عکس نه دی خپور شوی.

څه موده مخکې طا-لبانو ته نږدې کسانو د هبت الله د ځانګړو ساتونکو د موټرو د کاروان انځورونه خپاره کړې وو، چې یو ولایت ته د سفر په حال کې اخيستل شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا