اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د طا-لبانو مشرتابه امیر خان متقي تهران ته له سفره ګرځولی دی

دید خبرې آژانس: ویل کیږې چې د طا-لبانو مشر د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له ګډون څخه راګرځولی دی.

دا دویم ځل دی، چې ملا هبت الله متقي ته اجازه نه ورکوي، چې په بهرنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د طا-لبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د سه شنبې په ورځ په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

تر دې مخکې باوري سرچینې ویلې و چې د طا-لبانو د مشر او د دوی د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. دا د دې لامل شو چې د طا-لبانو اصلي ویاند ذبیح الله مجاهد د امیرخان متقي پر ځای د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ شي.

که څه هم دا څرګنده نه ده چې د طا-لبانو د مشرتابه او متقي ترمنځ اړیکې ولې ترینګلې شوې، خو د بروکینګز انسټیټیوټ تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د طا-لبانو د مشرانو ترمنځ د دغې ډلې د تګلارو پر سر ژور اختلافات روان دي.

د دې ترڅنګ، په پاکستان کې د مذهبي چارو د څېړنو نړیوالې شورا د غبرګولي په میاشت کې په یوه راپور کې تایید کړه چې د طا-لبانو تر منځ نظریاتي، قومي، سیمه ییز او تنظیمي اختلافات تر بل هر وخت ډیر شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا