دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مخالفو حرکتونو تایید کړې، چې د دوی څلورمه غونډه به سبا دوشنبه د سرطان په څلورمه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شي.
ټاکل شوې سبا د طا-لبانو مخالفین څلورمه غونډه په ویانا کې جوړه شي
د طا-لبانو مخالفو حرکتونو تایید کړې، چې د دوی څلورمه غونډه به سبا دوشنبه د سرطان په څلورمه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شي.
له دغو جریانونو سره آشنا سرچینې زیاته کړې، چې سبا به د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ۶ سیاسي ګوندونو، پوځي خوځښتونو او ۲۲ مدني او بشري حقونو فعالانو په ګډون غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې به د ملي مقاومت شورا، د افغانستان د ازادۍ جبهې، ملي مقاومت جبهې، د اسلامي حرکت ګوند، اسلامي جمعیت ګوند او د اسلامي یووالي ګوند استازي د افغانستان د راتلونکي په اړه د یوې مشخصې اجنډا له مخې رایه ورکړي.
د افغانستان سیاسي لیدلوری، بشري حقونه، تروریزم، اقتصاد او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې د دې غونډې په اجنډا کې شاملې دي.
دا غونډه به په اتریش کې درې ورځې دوام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ويانا کې د دې غونډې درې دورې ترسره شوې دي.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه په راتلونکو څو ورځو کې کېږي.
طا-لبانو هم اعلان کړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به ګډون کوي.