اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو لخوا په کونړ ولایت کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د پاتې چارو پیل

دید خبرې آژانس: د طا-لبان سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست کونړ ولایت ته د سفر پرمهال ویلي چې ډېر ژر به د دغه ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون پاتې چارې پيل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طا-لبان د غامی روغتیار سرپرست وزیر، نورجلال جلالي وایي، د دغه روغتون جوړېدو سره به کونړ کې روغتیایي ستونزې کمې شي.

هغه په دې اړه زیاته کړه: « ما امیرالمومنین حفظ الله سره په دې اړه مجلس وکړ، هغه راته وویل چې تاسې وړاندیزونه را ولیږئ، وړاندیز مو ولیکه او تللی دی، انشاءالله امید دی چې لږ وخت کې د هغې حکم راشي او دا پروژه شروع شي.»

د کونړ د ولایتي روغتون مسوولین هم په دې باور دي چې د یاد ۲۰۰ بستریز روغتون جوړېدو سره به دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې کمې شي. 

د کونړ د ولایتي روغتون مسوول، مولا داد و ویل: « انتاني څانګه چې د ټولنې سخت ضرورت دی، ځینې وخت کېږي، چې زمونږ شفاخانه د انتان د خپرېدو منشا وګرځي د ځای د نشتون له کبله، او د دې تر څنګ زموږ اوس فعلاً کیجولټي او بیړنۍ خونه په یو ځای کې موقعیت لري او دواړه له یوې خونې استفاده کیږي.»

د کونړ ولایتي روغتون سرطبیب، انصار الله حمید په دې اړه څرګنده کړه: « کله نا کله بېړني حالت کې د ځای د کمبود له امله داسې حالاتو سره مخامخ کېږو چې په بسترونو کې ځای نه وي ناروغان حتی په ځمکه پراته وي.»

د کونړ د ولایتي روغتون د مالوماتو لمخې د دغه روغتون اوسنۍ ودانۍ په ١٣٥٤ لمریز کال کې د لسو بسترونو په اندازه جوړ شوې وه چې د وخت په تېرېدو په کې په نامعیاري بڼه نوي بسترونه فعال او دامهال ترې د ١٥٠ بسترونو ګټه اخېستل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا