اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د طا-لبانو لخوا سلګونه بندیان بګرام ته لېږدول شوې دي

دید خبرې آژآانس: باوري سرچینو ویلي، چې طا-لبانو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور سلګونه بندیان د بګرام زندان ته لېږدولي دي.

لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انترنشنال ته تایید کړې چې ډېری دغه بندیان د پنجشیر، پروان، کاپیسا، بغلان، تخار او د افغانستان له نورو شمالي سیمو دي.

سرچينو زياته کړې، چې ډېرى بنديان له پلچرخي زندان څخه بګرام ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د دغو بندیانو شمېر معلوم نه دی او طالبانو هم تر اوسه بګرام ته د بندیانو د لېږد په اړه څه نه دي ویلي.

بګرام زندان د بګرام د هوايي اډې یوه برخه کې دی چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د امریکا په مشرۍ د نړۍوالو ایتلافي ځواکونو په لاس کې و او د طالبانو او داعش پر ضد د جګړې پر مهال نیول شوي کسان په کې بندیان وو.

په دغه زندان کې د طا-لبانو او دا/عش د قوماندانانو او وسله والو په ګډون په سلګونه «خطرناک» بندیان ساتل کیدل.

د نړۍوالو ځواکونو له وتلو او د افغان حکومت له سقوط سره طا-لبانو دغه اډه ونیوله او بندیان یې خوشې کړل.

طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې په سلګونه کسان د طا-لبانو ضد جبهې سره د همکارۍ، د دا/عش د غړیتوب او ان د انتقادي فعالیتونو په تور نیولي.

په دغو کسانو کې خبریالان، مېرمنې او د پوهنتون استادان هم شامل دي. د بشري حقونو د سازمانونو له خوا هم د طا-لبانو له خوا د بندیانو د سختو شکنجو او ناوړه چلند په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې د بګرام هوايي ډګر په هېواد کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه اډه وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار پر دې ټکي نیوکه کړې، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د بګرام اډه د چین له خوا «اشغال» شوې ده. هغه د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د بګرام اډې د بېرته نیولو خبره کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا