اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو سفیر د پاکستان سرحدي سیمو وزیر سره وکتله

دید خبرې آژانس: د پاکستان په اسلام آباد کې د طا-لبانو سفیر د دغه هیواد د سرحدي سیمو وزیر سره په لیدنه کې ویلی دی چې په پاکستان کې مېشتو کډوالو نه یوازې دا چې چا ته یې زیان نه دی اړولی؛ بلکې د دغه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې یې هم رغنده ونډه اخېستې ده.

په پاکستان کې د طا-لبانو سفارت پر فیسبوک پاڼه لیکلي، چې سردار احمد شکېب او د دغه هېواد د سرحدي سیمو وزیر امیر مقام سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

دغه لېدنه کتنه پاکستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنر فلیپو ګرانډي تر سفر وروسته د افغان کډوالو په وضعیت کې د پرمختګ او د هغوی ستونزو د رسېدو په اړه شوې ده.

امیر مقام په دغې کتنه کې ویلي، دوی نه غواړي په زوره افغان کډوال له پاکستانه وباسي؛ بلکې د هغوی لپاره د باعزته ستنېدنې غوښتونکي دي او له طالبانو یې غوښتنه دا ده، چې د دغو کډوالو د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.

سردار احمد شکېب پاکستاني وزیر ته ویلي، چې دوی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنر له سفره خوښ دي او د خپل ګاونډي هېواد څخه یې غوښتنه دا ده چې د کارټ لرونکو کډوالو د مېشتېدا موده دې نوره هم وغځوي چې دوی وشي کړای د خپلو ستونزو له هوارولو وروسته خپل هېواد ته په عزت سره ستانه شي.

نوموړي د داسې یوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز هم کړی، چې له مخې یې د افغان کډوالو د ستنولو له پاره ارزښتناکه تګلاره جوړه او د هغې له مخې د کډوالو د ستنولو چارې تنظیم شي.

خو لا هم هره ورځ ګڼ افغان کډوال په زوره د تورخم او سپین بولدک له لارې اېستل کېږي او بې اسناده کډوال لا هم د پاکستان بېلابېلو زندانونو ته استول کېږي.

په پاکستان کې مېشت کډوال د پاکستان پر حکومت د نیوکو تر څنګ د طا-لبانو په ناکامې ډیپلوماسۍ هم نیوکې کوي، چې په سختو شپو ورځو کې د دوی لاس نیوی نه کوي او د نورو هېوادونو پر وړاندې ناکامه ډیپلوماسي پر مخ بیايي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا