Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسيسیمه

د طا-لبانو سفیر د وروستیو کړکیچونو د هواري لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره وکتل

دید خبري آژانس: د افغانستان او پاکستان تر منځ له وروستیو کړکېچونو وروسته د سرپرست حکومت سفیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.

د سرپرست حکومت سفير سردار احمد شکېب د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي اصف دراني سره کتلي او د دواړو لورو ترمنځ د وروستيو ترينګلتياو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

د دې غونډې موخه د «وروستیو کړکیچونو حل» او د دوه اړخیزو سوداګریزو او سیاسي اړیکو رامینځته کول دي.

خو د دې غونډې نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د تېرې اوونۍ په نیمايي کې د پکتیکا او خوست پر دوو ولسوالیو هوايي بریدونه وکړل.

دغه بریدونه چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته ملکي وګړي ووژل شول، د پولې په اوږدو کې د طا-لبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې په ترڅ کې یې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

تر هوايي بریدونو وروسته پاکستان ادعا وکړه چې د عبدالله شاه په نوم د تحریک طا-لبان پاکستان د یوه قومندان پر پټنځای یې برید کړی، خو دغه ادعا پخپله قومندان په یوه ویډیويي پیغام کې رد کړې ده.

Back to top button