اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو رییس الوزراء سیاسي مرستیال اوتونبایوا سره وکتله

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د یوناما له مشرې سره په کتنه کې د دوحې د درېیمې غونډې په لاسته راوړنو او له نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د روزا اوتونبایوا له قوله لیکلي، د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ په لوړه کچه خبرې اترې د رغنده اړیکو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. د هغې په وینا له اسلامي امارت سره اړیکې د لویدیځو ټولنو هیله ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن اوتونبایوا ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (یوناما) هڅه کوي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوچنیو پورونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په دغه کتنه کې د یوناما مشر همداراز زیاته کړه چې د دوحې د غونډې د پرېکړو پر بنسټ د افغانستان له خصوصي او بانکي سکټورونو د ملاتړ او له نشه‌ يي توکو سره د مبارزې په اړه د دوو کميټو پر جوړولو کار روان دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې يادونه وکړه، چې ځينو هېوادونو لېوالتيا ښودلې ده، چې د هغو کميټو په اداره کولو، چې جوړېږي، د افغانستان له خصوصي او بانکي سکټورونو ملاتړ وکړي او له نشه يي توکو سره مبارزه وکړي.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د یوناما او د دې ادارې د مرستو قدرداني وکړه او ویې ویل چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو له خوا د اسلامي امارت د شرطونو منل یو مهم ګام و او په دغه غونډه کې د ستونزو په اړه پرېکړې ارزښتمنې دي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه په وینا یې کابل غواړي له نړۍ سره ښه تعامل ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا