اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د جاپان له سفیر سره لیدنه

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په کابل کې د جاپان له سفیر سره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلی چې د افغانستان د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق حمکار پرون د جاپان د ساساکاوا د سولې بنسټ اجرائیوي رئیس او په افغانستان کې د جاپان د سفارت مرستیال تان موټو سره ولیدل.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، دواړو لورو له نشه یي توکو سره د مبارزې، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړې.

 د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت رهبري شورا په هیواد کې د نشه يي توکو پر کښت بندیز لګولی او حکومت له تیرو دوو کلونو راهیسې د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا