اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو د کانونو او پټرولیم وزارت: د ټاپي پروژې د کار پیل لپاره چمتووالی لرو

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پروژې د کار له پیل په موخه ټول چمتووالی نیول شوی دی.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان ټینګار کوي چې په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او هغه ننګونې چې د ټاپي پروژې د لارې په اوږدو کې د ځمکې د استملاک په برخه کې وې حل شوي او د سیمې هېوادونه باید په دې پروژه کار پیل کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وویل: «دا یوه له سترو پروژو ده. په افغانستان کې ډېرې ستونزې شته، امنیتي، تخنیکي او د ځمکې استملاک ستونزې له سترو ننګونو څخه دي، چې تر اوسه یې ډېرې ستونزې حل شوې او وړې ستونزې پاتې دي، چې انشاالله ډېر ژر به حل شي.

اخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، د ترکمنستان د کابینې د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون یو پلاوی اسلام اباد ته تللی او د دغه هېواد د نفتو له فدرالي وزیر سره یې په کتنه کې د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا په اړه هوکړه کړې ده. په دغه کتنه کې پاکستاني او ترکمنستاني چارواکو د ټاپي پروژې د انرژۍ د لګښتونو په کمولو، د کارموندنې او د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې د پاکستان پټرولیم مهم بللي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د مس عینک پروژې د سړک جوړولو چارې پیل شوې او تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار هم پیل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا