اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د طا-لبانو د پوهنې وزارت سرپرست: د ښوونکو د معاشونو لوړولو غوښتنه رهبر سره به شریکه کړم

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د پوهنې وزارت سرپرست پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې د ۱۷ بابه ښوونځیو د ودانیو د بنسټ ډبره کېښوده.

ددغو اولس بابه ښوونځیو ودانۍ د پکتیکا مرکز ښرنې سربېره ددغه ولایت پنځلس ولسوالیو کې د جاپان د خلکو په مالي مرسته او د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مشارکت جوړېږي.

د پوهنې وزارت سرپرست په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وایي، چې عصري او دیني زده کړې د ټولنې اړتیا ده او په خبره یې دې برخه کې د کیفیت لوړولو او آسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

د پوهنې وزارت سرپرست، حبيب الله اغا  و ویل: یو دیني علوم دي او یو عصري علوم دي، دیني علوم زموږ او ستاسې د ژوند موخه ده او خدای پیدا کړي د دین لپاره یو. خو عصري علومو ته اړتیا لرو.

حبیب الله آغا دغه راز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د ښځینه ښوونکو معاشونو کموالي او ځنډ ته له اشارې پرته زیاتوي چې د ښوونکو شته معاشونه کافي نه دي او په خبره یې د اسلامي امارت مشر ته به د ښوونکو د امتیازاتو لوړولو وړاندیز وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرست، حبيب الله اغا و ویل: د معاشونو په اړه به زه هڅه وکړم ځکه زموږ له صلاحیت دا خبره پورته ده. امیرالمؤمنین صاحب سره به یې شریکه کړم. زما اراده ورته شته چې په دې برخه کې ځانګړی وړاندیز وکړم چې د ښوونکو معاشونه لوړ کړي. زه به هم قناعت ورکړم چې په اته زره افغانۍ به د معلم صاحب کوم درد دوا شي.

د پوهنې وزارت سرپرست وايي اسلامي امارت نه يوازې پکتيکا بلکې د هېواد لرې پرتو او محرومو سيمو کې د پوهنې متوازن انکشاف او پياوړتيا ته ژمن دی او په دې برخه کې د شته ستونزو د هواري ډاډ ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا