اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د طا-لبانو د پوهنې سرپرست وزیر روسیې ته تللي دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د پوهنې وزارت سرپرست وزیر مولوي حبيب الله آغا روسيې ته د پوهنې د وزيرانو په دويمه څلور ورځني نړيوال فورم کې د ګډون لپاړه دغه هیواد تللي دي.

د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د جوزا ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا په دوهمه دوره کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شوی دی.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، مولوي حبیب الله آغا به په دې فورم کې د افغانستان د پوهنې پر وضعیت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو خبرې وکړي او د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزیرانو سره به هم وګوري.

تر دې مخکې د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر روسیې ته سفر کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا