اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د طا-لبانو د عدلیې وزارت: د هېواد په کچه ټول ښارګوټي ارزول کیږي

د طالبانو د عدليې وزارت وایي چې د هیواد په کچه ټول ښارګوتي د دغه وزارت د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون لخوا ارزول کیږي.

عدلیه وزارت وايي، په هېواد کې د هستوګنې ټول ښارګوټي د ځمکو له غصبه د مخنیوي او بېرته راګرځونې کمېسیون له لوري تر ارزونو لاندې دي.

د دغه وزارت ویاند وايي، له ښارګوټو سربېره د هېواد په نورو برخو کې هم د ځمکو د ارزونې بهیر په جدي ډول روان دی.

برکت الله رسولي زیاتوي، چې دغه کمېسیون تراوسه د کابل ښار د یو شمېر سیمو او ښارګوټو ځمکې ارزولې دي.

د عدليې وزارت ویاند، برکت الله رسولي و ویل: د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په ولایتونو او ولسوالیو کې د ښارګوټو د غصب د ارزونې په حال کې دي او که کومې ځمکې غصب شوې وي او هغه امارتي وي نو مستردې به شي.

د ښاغلي رسولي په خبره، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له جوړېدو او فعالیت راهیسې، تر دمګړۍ په کابل ښار او ولسوالیو کې نږدې ۶۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.

د عدليې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په ټول هېواد کې څه باندې دو نیم میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې له غاصبینو بېرته نیولي او اړوندو اداروته يې سپارلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا