اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو دفاع وزارت: پر افغانستان د برید په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې بې بنسټه دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ډلې د دفاع وزارت د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طا-لبانو ځایونو په نښه کولو په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې هغه بې بنسټه وبلله.

د طا-لبانو سرپرست حکومت د دفاع وزارت نن شنبه (د سرطان ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د ملي حاکمیت (طا-لبانو) د سرغړونې د احتمال په اړه د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناوړه عمل او د اوبو خړولو یوه هڅه ده، چې د هیچا په ګټه نه وي.

طا-لبانو ویلي چې د پاکستان مشرتابه ته لازمه ده چې هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په حساسو مسایلو کې داسې حساسې څرګندونې وکړي.

د طا-لبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د طا-لبانو د دفاع وزارت ویلي چې هر هغه څوک چې په هر ډول پلمه او عنوان زموږ محرمیت تر پښو لاندې کړي د عواقبو مسوول به وي.

طا-لبانو زیاته کړې چې د طا-لبانو د امارت اصولي دریځ دا دی چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

باید وویل شي، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نښه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا