اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د طا-لبانو تر څارنې لاندې؛ دا/عش او القا/عده واک اخيستلو په حال کې دي

دید خبرې آژانس: واى نټ نیوز په يو راپور کې ویلي دی چې په افغانستان کې د طا-لبانو تر څارنې لاندې دا/عش او القا/عده د واک ترلاسه کولو په حال کې دي.

د وای نټ په راپور کې راغلي دي، «له افغانستانه د امریکا وتلو سیمه ییزو ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړې چې خپل بشري ځواک او وړتیاوو ته په بې ساري ډول وده ورکړي، چې د یوې خطرناکې همکارۍ د رامنځته کېدو سبب ګرځي.»

خو طا-لبانو تر دې مخکې ویلي وو چې دوی په افغانستان کې دا/عش له منځه وړي دي.

خو دغه راپور زیاتوي: «که څه هم د دا/عش خراسان ډله د ځایي اوسېدونکو د محدود ملاتړ، د امریکايي ځواکونو او افغان پوځ د هدفي بریدونو او د طا/لبانو پر وړاندې د هغوی د جګړې له امله په افغانستان کې د جمهوري رژيم پر مهال له منځه لاړه؛ خو وروسته له هغه چې طا/لبان په هېواد کې واک ته ورسېدل، دغه ډله اوس خپل صفونه منظموي.»

واى نټ نیوز لیکلي، «القا/عده او دا/عش دواړه» په دغه هېواد کې د ودې په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د امنیت څار بنسټ ويلي، چې دا/عش په تېرو دریو میاشتو کې په ټول هېواد کې شپږ بریدونه کړي دي.

له بل پلوه، له دې وړاندې د ملګرو ملتونو تحلیلي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جون مياشت په راپور کې په افغانستان کې د القا/عدې د ودې او د ليکو د نوي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په همدې حال کې تېره میاشت د القا/عدې اوسني مشر په یوه پیغام کې د شبکې له غړو غوښتي و چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان ته ولاړ شي او د هغوى له لاسته راوړنو زده کړه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا