اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو امربالمعروف په تېر کال کې تر دیارلس زره زیات کسان نیولي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت وايي، چې په تیر کال کې یې تر دیارلس زره ډېر کسان د «غیر اخلاقي کړنو» په تور نیولي دي.

دغه وزارت وايي؛ په دې موده کې يې له ۲۸۰ ډېر امنيتي کسان د ږيرې نه لرلو له امله له دندو ګوښه کړي دي.

د امربالمعروف وزارت مسوولينو د چهارشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې د طا-لبانو له خوا د خلکو نيول د دغه وزارت د تېر کال کې له لاسته راوړنو او فعاليتونو څخه یاد کړل.

د دغه وزارت د راپور له مخې؛ په تېر کال کې شاوخوا نيمايي هغه کسان نیول شوي وو، چې تر ۲۴ ساعتونو څخه زيات نه دي زنداني شوي او خوشې شوې دي.

د طا-لبانو امربالمعروف وزارت د نیول شویو ۱۳ زره کسانو د سرغړونې څرنګوالی او جنسیت نه دی په ډاګه کړی.

د امربالمعروف وزارت د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په نقضولو کې مهم رول لوبوي.

تېر کال د امريکا د خزانې وزارت د طا-لبان امربالمعروف پر وزير محمد خالد حنفي او همدارنګه د علومو اکاډمۍ پر مشر فريدالدين محمود د بشري حقونو د سرغړونې له امله بنديزونه ولګول.

د طا-لبانو له امنيتي ليکو څخه د هغو کسانو لرې کول، چې ږيري نه لري

د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت یو چارواکي محب الله مخلص وويل، چې د دغې ډلې ۲۸۱ امنیتي غړي د ږیرې نه لرلو له امله د طا-لبانو په لیکو کې پېژندل شوي او ایستل شوي دي.

طا-لبانو د دولتي ادارو (ملکي او نظامي) کارکوونکو تر څنګ د افغانستان له عامو وګړو هم غوښتي، چې ږیرې پرېږدي.

د طا-لبانو د امربالمعروف استازي وخت په وخت د نارینه و وېښتانو جوړولو ځايونو ته ورځي او د دوی د امر څخه د سرغړونې په صورت کې یې د تړلو امر کوي.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت د دغه ډلې له مهمو وزارتونو څخه دی.

واک ته د طا-لبانو په رسېدو د ښځو چارو وزارت لغوه او دغه وزارت یې جوړ کړ.

د ښځو په وړاندې د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت چلند او د ښځو پر کار، زده کړو او د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه د بشري حقونو د سازمانونو او ملګرو ملتونو له خوا له سختو نيوکو سره مخ شوي دي.

په ورته وخت کې دغه وزارت ويلي، چې تېر کال یې د ښځو د خرڅلاو له ۲۰۰ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۰ پېښو مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طا-لبانو له رسېدو را وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د ښځو د ملاتړو یوشمېر بنسټونو فعالیتونه بند شوي دي.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت چارواکي هم وايي، چې تېر کال یې په ټول افغانستان کې د موسیقۍ ۲۱ زره ۳۲۸ الې او وسايل له منځه وړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا