اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانوغايب مشر د قانون د توشيح کول صلاحیت نه لري

دید خبرې آژانس: د ښځو د هيلو کړکۍ غورځنګ د طا-لبانو د نوي توشيح شوي قانون په غبرګون کې وايي چې د طا-لبانو«غايب مشر» د قانون د توشيح کولو قانوني واک نه لري.

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «طا-لبان د افغانانو له کلتور او هویت سره پردۍ ډله ده او دا قانون د خلکو د کلتور، عنعناتو او آن د باورونو خلاف دی.»

د ښځو د هيلو کړکۍ غورځنګ زیاتوي چې د طا-لبانو توشيح شوی قانون چې د « امربالمعروف  او نهى عن المنکر» نوميږي، د افغان ښځو له اساسي او بشري حقونو او ازادۍ څخه سرغړونه کوي او آن د «کور په زندانونو» کې د ښځو غږ زندۍ کوي.

دغه غورځنګ وايي، د قانون په پلي کېدو سره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او کار ته د تګ انتظار پای ته ورسېد.

د غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د طا-لبانو امربالمعروف  او نهى عن المنکر قانون او دغه پلي کوونکې اداره «د ښځو ضد او د بشري حقونو ضد» ده چې ښځې به د نوېيمې لسیزې برخلیک ته ورګرځوي.

د دغه غورځنګ  مېرمنې وايي: «موږ د دې قانون کاغذونه په څېرې کولو د دې  قانون له ټولو غیر انساني احکامو څخه خپله کرکه څرګندوو.»

د ښځو دغه غورځنګ پر نړۍ او ملګرو ملتونو غږ کړی چې له طا-لبانو سره د ښکېلتیا پالیسي بدله کړي او د طا-لبانو د بندیزونو او مجازاتو په پالیسۍ کې د هغوی «جنایتونه» له پامه ونه غورځوي او له «ناوړه زندان» څخه د افغان مېرمنو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

د طا-لبانو تر واک لاندې عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طا-لبانو مشر د « امربالمعروف  او نهى عن المنکر قانون» توشيح کړی او اوس نافذ دی.

د قانون دیارلسمه ماده د ښځو غږ د «عورت» په توګه تعریفوي او امر کوي چې د ښځو غږ باید ونه ورېدل شي او ښځې باید خپل مخونه او بدن په بشپړ ډول پټ کړي.

د یادولو وړ ده چې دا ۱۱۴ صفحې قانون د ښځو د اساسي او بشري حقونو په محدودولو او منع کولو تمرکز کوي او ښځې له خپلو ټولو بشري حقونو بې برخې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا