افغانستانروستي خبرونه

د طالبانو وسله والې ډلې په افغانستان کې تښتول شوي د امریکایي پوهنون د دوه استادانو نوې ویډیو خپره کړې

په خپرې شوی ویډیو کې د امریکایي پوهنتون امریکایي او اسټرالیایي استادان لیدل کېږي، چې له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د تښتول شوي استادانو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې د  هغوې په بدل کې له بګرام او څرخې پله زندانونو څخه د خپلو ملگرو ازادي غواړي.

په دغه ویډیو کې د وسله والو طالبانو بندیانو په اړه نور جزئیات نه دی ورکول شوي خو د یاد ډلې یو شمېر لوړپوړي قوماندانان د حقاني شبکې مشر انس حقاني په ګډون اوس مهال په زندانانو کې بند دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي ویلي وو، چې افغان حکومت غواړي د کابل خونړی بریدونو په غبرګون کې د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې یو شمېر بندیان اعدام کړي.

د امریکايي پوهنتون دغه دوه ته استادان تېر اګسټ په کابل کې د ځینو وسلهوالو کسانو له خوا چې پوځي جامې یې په تن وې پوهنتون ته نېږدې وتښتول شول.

وسله والو طالبانو تیر کال هم د دغو دوو استادانو وېډیو خپره کړه چې دغې ډلې برمته کړي و.

په دغه وېډیو کې امریکایي کیوین کینګ او اسټرالیایې تیموتي‌ویکس غواړي د طالب بندیانو په بدل کې دوی خوشي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا