اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د طالبانو د ۴۰۱ فعالیتونو له کبله ۱۳۹ ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي

طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام په تیره یوه اوونۍ کې ۴۰۱ تروریستي فعالیتونه کړي، چې له امله یې ۴۶ ولسي وګړي شهیدان او ۹۳ تنه نور ټپیان شوې دي.

طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام په تیره یوه اوونۍ کې ۴۰۱ تروریستي فعالیتونه کړي، چې له امله یې ۴۶ ولسي وګړي شهیدان او ۹۳ تنه نور ټپیان شوې دي.
د ملی امنیت شورا دفتر د راپور له مخی، طالبان په بې غورۍ سره د افغانستان خلکو او خپلو ژمنو پرضد عمل کوي او د تروریستي فعالیتونو له خاطره یې د هیواد د ۲۳ ولایتونو له ډلې تر ټولو زیات تلفات په هلمند، بادغیس او غور ولایتونو کې خلکو ته اوښتي دي.
د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتنه د نظام له لومړیتوبونو څخه دی په داسې حال کې چې طالبانو په دوامداره توګه د بې دفاع او بې ګناه خلکو وژلو ته دوام ورکوي.
د ولسي خلکو وژل او هدف ګرځول د ټولو انساني، دیني، اخلاقي او جنګې ارزښتونو خلاف عمل دی، هغه څه چې طالبان يې په دوامداره توګه ترسره کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا