اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طالبانو د ویاند مرستیال: ځیني استخباراتي جهتونه افغانستان نا امنه ښايي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وایي، چې په افغانستان کې له درېیو کلونو راهیسې داسې امنیت ټینګ شوی، چې په نیمه پېړۍ کې نه و رامنځته شوی.

هغه زیاتوي؛ ځینې استخباراتي شبکې غواړي افغانستان نړۍ ته ناامنه وښيي.

حمدالله فطرت د طا-لبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د افغانستان امنیت ته په کتو سره ډېریو هېوادونو بیا ځلې په هېواد کې خپلې سفارتخونې فعاله کړي دي.

نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد افغانستان په رسمیت نه دی پېژندلی وویل: «ځيني استخباراتي جهتونه په قصدي توګه غواړي افغانستان نړۍ ته نا امنه هېواد معرفي کړي او په دې اړه ناسم راپورونه نړۍوالو ته وړاندې کوي.»

ښاغلي فطرت دا روښانه نه کړه، چې د کومو هېوادونو استخبارات افغانستان نړۍوالو ته ناامنه معرفي کوي.

د طا-لبانو د مرستیال ویاند همداراز زیاتوي، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍوالو اندېښنې بې ځایه دي او وایي، چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته هیڅ کوم ګواښ نه شته.

حمدالله فطرت په ټينګار سره وویل، چې افغانستان اوسمهال په نړۍ کې ۴۰ فعاله سیاسي استازولۍ لري او طالبان د سیمې په ګډون له ټولو اسلامي هېوادونو ښې سره اړیکې لري.

نوموړي په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفارت پرانیستو ته په اشارې سره وویل، چې ډېر ژر به نور هېوادونه هم په افغانستان کې خپلې سفارتخونې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دوه ورځې وړاندې وویل:« موږ له افغانستانه د بهرنیو ګواښونو د بیا راڅرګندېدو د مخنیوي لپاره کار کوو.»

ودانټ پټېل په یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، چې افغانستان هېڅکله د امریکا یا د متحدینو په وړاندې یې د ترهګريزو بریدونو په ګواښ بدل نه شي.

د ښاغلي پټېل په خبره، داعش یوه نړۍواله ترهګره شبکه ده چې د نړۍوالو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو هوډ او وړتیا لري.

بل خوا د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال هم مخکې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې د امریکا له وتلو او د افغان حکومت له پرځېدو وروسته په «زرګونه ترهګر» له بندخونو وتښتېدل او په نورو هېوادونو کې د داعش په بریدونو کې مرسته کوي.

فطرت بیا د نوموړي د خبرو په غبرګون ویلي و، چې داعش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د نوموړي په وینا؛ داعش ډله په افغانستان کې د امریکایانو په شتون کې ځواکمنه شوې وه، ځالې یې درلودې او همدا راز یې سربازګیري هم کوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا