د طالبانو استازي د دوحه په دریمه غوڼده کې ګدون کوي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دوحې په دریمه ناسته کې به د حکومت استازي ګډون وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د یوي داخلی رسني سره په وینا کې ویلي چې د دوحې په دریمه ناسته کې به د حکومت استازي ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د دوحې د دریمې ناستې د اجنډا له څیړلو وروسته په دې غونډه کې د ګډون پریکړه وکړه.
ذبیح الله مجاهد په دې غونډه کې د اسلامي امارت ګډون د هیواد او خلکو په ګټه بولي.
تر اوسه د غونډې د اجنډا او یا هم د اسلامي امارت د پلاوي د جوړښت جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د راپورونو له مخې د بشري حقونو موضوع به د غونډې په اجنډا کې نه وي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک اعلان کړی و چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړي استازي درېیمه غونډه به د سرطان میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب په دوحه کې جوړه شي.
هغه وویل چې د دې غونډې موخه دا ده چې “له افغانستان سره د نړیوالو ښکیلتیا په لا همغږي، همغږي او جوړښت کې زیاته شي”.
په همدې حال کې په دې وروستیو اونیو کې د قطر د بهرنیو چارو د مرستیال په ګډون د قطر چارواکو د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت د چارواکو د ګډون په اړه د خبرو اترو په موخه کابل ته سفر وکړ او د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل.