اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: سږکال په هېواد کې ۱۲۱ کارخونې جوړې شوي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، روان هجري لمریز کال کې په هېواد کې په بېلابېلو سکټورونو کې ۱۲۱ کارخونې جوړې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، عبداسلام جواد آخندزاده وایي، دغه موده کې ۲۱۷ تولیدي ماشینونه هم هېواد ته راوړل شوي دي.

هغه په زیاته کړه: « د ۱۴۰۳ هجري کابل له پیله تر دې دمه ۱۲۱ کارخونې جوړې شوې او ۲۱۷ ماشینونه هېواد ته وارد شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ۶۱۴ کارخونې جوړې شوې وې او یو زر او ۹۸ ماشینونه هم هېواد ته وارد شوي وو. دا د پانګونې او کورني تولید زیاتوالی ښیي.»

د صنایعو او کانونو خونه هم وایي، که په هېواد کې صنعتکارانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي، کورنی صنعت به د پام وړ وده وکړي.

د صنایعو او کانونو خونې د شمېرو له مخې، د هېواد په ۱۸ صنعتي پارکونو کې په بېلابېلو سکټورونو کې څه باندې پنځه زره کارخونې فعالیت لري چې افغانستان یې په ځینې سکټورونو کې ځان بساینې او نیمه ځان بساینې ته رسولی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا