اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ ملګرو ملتونو ته: د افغان شیعه خلکو څخه د ملاتړ وکړی

دید خبرې آژانس: د شنبه هاى ارغواني غورځنګ په نوم د ښځو یوې ډلې پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د محرم په میاشت کې د افغانستان د شیعه خلکو څخه ملاتړ وکړي.

دغه غورځنګ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د محرم په میاشت کې د افغان شیعه خلکو د ځورونې د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

دغه غورځنګ په دې باور دی چې په افغانستان کې د محرم په میاشت کې د طا-لبانو له خوا د شيعه خلکو د ځپنې «دیني لږکيو د ځپلو لپاره د سيستماتيک کمپاین» برخه ده.

په همدې حال کې د شنبه هاى ارغواني غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د طا-لبانو کړنې نه یوازې له بشري حقونو څخه سرغړونه ده؛ بلکې له مذهبي ازادۍ او نړیوالو قوانینو څخه هم سرغړونه ده.»

د دې ټولو سربېره، اعتراض کوونکې ښځې د افغانستان د شیعه خلکو د ملاتړ لپاره پر بېړنۍ نړیوالې مداخلې ټینګار کوي.

د افغان ښځو دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د شیعه علماوو شورا څه موده وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طا-لبانو غوښتي وو چې د محرم په میاشت کې د امنیت د تامین او د هر ډول ګډوډیو او ناامنیو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

د یادولو وړ ده چې طا-لبانو پړون(دو شنبه د سرطان میاشت ۱۸) په هرات کې د عاشورا بیرغونه راغورځولي او څيرلي وه.

سرچینې په هرات ولایت کې وویل چې طا-لبانو هغه بیرغونه او شعارونه چې شیعه خلک د محرم د میاشتې د نمانځلو په موخه لګولي وو، راغورځولي او څیرلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا