اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د شمالي کوریا د ځواکونو ځای پر ځای کول وغندل شو

دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر جوبایډن او د جاپان او جنوبي کوریا ولسمشرانو د جمعې په ورځ (لړم ۲۵) د اسیا – پاسیفیک د اقتصادي همکاریو د غونډې په څنډه کې په اوکراین کې د جګړې د پراخولو په اړه د شمالي کوریا او روسیې پرېکړه وغندله.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې جاپان او جنوبي کوریا په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت د جوړېدو په درشل کې د خپل اتحاد د ماتولو په اړه اندېښمن دي او له امریکا سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو او پراختیا غوښتونکي دي.

د رویټرز په وینا ، دا غونډه همداراز په داسې حال کې کیږي چې تمه کېږي چې د بیجینګ سره د متحده ایالاتو اړيکې د جنوري په ٢٠ د لوړې د مراسمو وروسته به نورې هم “ټکنۍ” شي.

دا د امریکا د ولسمشر جو بایډن، د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول او د جاپان د لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا ترمنځ لومړۍ لیدنه وه.

د يادونې وړ ده، چې په اوکراین کې د دې روسيې د جګړې د ملاتړ لپاره په دغه هېواد کې د شمالي کوریا د ځواکونو ځای پرځای کول د شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام او له جنوبي کوریا سره د څو لسیزو اوږدې شخړې د سوله ییز حل لرليد او د امکاناتو کمولو په جنوبي اسیا کې کړکېچ زیات کړی دی.

د دې غونډې په پای کې د امریکا، سویلي کوریا او جاپان په ګډه خبرپاڼه کې راغلي: «جاپان، جنوبي کوریا او امریکا په اوکراین کې د تیري په اړه د روسیې د جګړې د خطرناکو پراخولو لپاره د شمالي کوریا او روسیې د مشرانو دا پرېکړې په کلکه غندي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د غونډې په تړاو په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «له غونډې وروسته درې واړو هېوادونو د اړیکو د رسمي کولو لپاره د درې اړخیزه دارالانشا د جوړولو اعلان وکړ او ډاډ یې ورکړ چې دا یوازې د غونډو يو لړۍ نه ده؛ چې ډیزاین شوی ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د جنوبي کوريا او جاپان ترمنځ همکاري د بایډن د څلور کلنې دورې له ديپلوماتيکو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي او ښاغلي بایډن د دغو دريو هېوادونو ترمنځ نږدې اړيکې په سيمه کې د چين د تېري کوونکو کړنو پر وړاندې د پوښښ په توګه ګڼي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا