اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د شانګهای سازمان غړي: باثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی

دید خبرې آژانس: د شانګهای د همکاریو سازمان په سر مشریزه غونډه کې یو ځل بیا پر سوله ییز افغانستان ټینګار وشو.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو سرمشریزه د پنجشنبه په ورځ د یوې ګډې خبرپاڼې به خپرېدو سره پای ته ورسېده.

په دغه غونډه کې، د روسیې ولسمشر د شانهګای همکاریو سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعالیت له پیلېدو پر ملاتړ وایي چې د دغې ډلې د فعالیت پیل د افغانستان د وضعېت لا عادي کېدو ته ګټور دی.

په ورته مهال، د تاجېکستان ولسمشر هم په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر ټینګښت ټینګار کوي.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ويلي: (موږ دا موضوع منو چې د شانګهای د همکاریو سازمان له نږدې د افغانستان په ستونزو کې ښکیل دی، موږ د شانګهای د همکاریو سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعالیت له بیا پیلېدو ملاتړ کوو، موږ فکر کوو چې دا په دغه هېواد کې د وضعیت له لا عادي کېدو سره مرسته کوي.)

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي و: که د تماس ډله ددې لپاره جوړیږي چې له افغانستان سره اړیکه جوړه کړي او دغه اړیکې لا غوره حالت ته یوسي، په دې کې ستونزه نشته خو موږ باید بیا هم په کره توګه دغه سازمان ته د خپل بهرنیو چارو وزارت له لوري ځواب ولرو.

په دغه غونډه کې روسیې، چین، هند، ایران، قزاقستان، قطر، عربي متحده امارات، پاکستان، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکیه او ځینې نورو هېوادونو حضور درلود.

افغانستان د څارونکي په توګه په دغه غونډه کې حضور مونده خو دغې غونډې ته ونه بلل شو.

بل لور ته بلاروس د لسم هېواد په توګه د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا