اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د شانګهای د همکارۍ سازمان له طا-لبانو وغوښتل چې د «ترهګرۍ» پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي

دید خبري آژانس: د شانګهای د همکارۍ سازمان له سرپرست حکومت څخه غوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مکلفیتونه پوره کړي.

د روسیې د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر پرون (چهارشنبه د سلواغې ۱۵مه) د شانګهای د همکارۍ سازمان د اعلامیې په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت د سیمې د هېوادونو لپاره جدي ګواښ دی.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه، د افغانستان پر حالاتو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د دغه سازمان پلاوي له طا-لبانو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ځانګړې توګه د نړیوالو تروریستي سازمانونو او په افغانستان کې د میشتو نورو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې چې د شانګهای د همکارۍ سازمان ساحه لپاره جدي ګواښ دی، خپل مسوولیتونه ادا کړي».

په همدې حال کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې وویل چې د یوه ټول شموله حکومت جوړول او د ښځو او اقلیتونو د حقونو ساتنه په افغانستان کې د دغه سازمان له لومړیتوبونو څخه دي.

دووال زیاته کړه چې نوی ډهلی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمن دی.

د هغه په ​​وينا، له پولې هاخوا د هرې ډلې له خوا په هر هدف او هر ځاى کې بريدونه د توجيه وړ نه دي.

هغه په ​​ډاګه کړه: «د ترهګرۍ له عاملینو سره باید په اغیزمنه توګه او سمدستي چلند وشي، په شمول د هغو کسانو سره چې د پولې هاخوا په ترهګرۍ کې ښکیل دي».

دا په داسې حال کې ده، چې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان له دې مخکې د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د القاعدې او داعش د شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا