اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د سیمې د ثبات ساتلو لپاره د تهران او کابل ټینګار

دید خبرې آژانس: د ایران بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري وايي، تهران او کابل د دواړو هېوادونو تمدني او کلتوري مشترکاتو ته په پام سره، د یو بل په همکارۍ او همغږۍ سره هڅه کوي چې سیمه کې امنیت او ټیکاو خوندي کړي.

علي باقري د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په ټېلفوني خبرو کې د سیمې له هېوادونو سره د کابل د اړیکو پر نږدېوالي هم ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکلي:«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران او افغانستان ښو اړیکو ته نغوته وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې، په بېلابېلو برخو کې د تهران او کابل ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ لاپسې پراخې شي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري هم وايي:«په اوسنیو شرایطو کې هم طالبان هڅه کوي او هم ایرانیان هڅه کوي چې له یو بل سره همکاري ولري او د یو بل پر ضد دسیسه او دښمنۍ ته لمن ونه‌وهي.»

دغه ایراني چارواکي زیاته کړې چې، افغانان د سیمې او ګاونډيو هېواونو په همکارۍ د خپل هېواد اصلي تصمیم نیونکي دي او له سیمې بهر د هغو لوبغاړو لاسوهنې ته اجازه نه‌ورکوي چې، د ورانکارو مداخلو مخینه لري او د اوسنیو ستونزو مسوول دي.

د سیاسي چارو شنونکی کامران امان څرګندوي:«اسلامي امارت تل هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې، شاوخوا لس ورځې وړاندې تهران د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ د سیمه‌ییز تماس ډلې د غونډې کوربه و او په دې غونډه کې د افغانستان پر مهمو مسایلو او د دوحې پر درېیمې غونډې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا