دید خبرې آژانس: د ا.ا د ۲۰۵ البدر قول اردو مسوولینو خبر ورکړی چې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې ته څېرمه د ۱۹ کیلومتره سړک د رغونې چارې بشپړې شوې دي.

د یاد قول اردو ویاند نذیر احمد شکیب ویلې چې د شپږمې سرحدي عبیده لوا د انجنیرۍ مسلکي ټیمونو د سپین بولدک له مازل ګلۍ سیمې څخه د شپږم (جهادي) کنډک تراشېزو کلي پورې د سړک جوړونې چارې په اساسي توګه پای ته رسېدلې دي.
د نوموړي په وینا، دغه سړک د فرضي کرښې اغزن تار ته نژدې صفري نقطه کې پروت دی.
باید وویل شي، چې د یاد سړک په جوړېدو سره د اړوند کنډکونو د امنیتي ځواکونو د وسایطو تګ راتګ لپاره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې دي.