اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د سپټمبر د یوولسمې ۲۳مه کلیزه

دید خبرې آژانس: نن چهارشنبه د وږي ۲۱مه په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۳مه کلیزه ده.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، القا/عده په متحده ایالاتو کې دوه مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او د نیویارک د سوداګرۍ برجونو او د پنټاګون  سره یې وجنګولې، چې نږدې ٣زره امریکایان یې ووژل.

له برید وروسته، د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د طا-لبانو تر واک لاندې پر افغانستان چې له القاعده سره د طا-لبانو د اړیکو او له دغې ډلې د طا-لبانو د ملاتړ له امله د بريد امر صادر کړ.

د امريکا په مشرۍ د نړيوالو اٸتلافي ځواکونو له پوځي عملياتو وروسته په افغانستان کې د طا-لبانو واکمني ړنګه شوه او په هېواد کې د اساسي قانون او ټاکنو پر بنسټ د دموکراتيکو ارزښتونو پر بنسټ يو جمهوري نظام رامنځته شو.

خو د ٢٠ کالو وروسته د امريکا متحده ايالات او نړيوال ايتلافي ځواکونه بيا له افغانستانه ووتل او بالاخره جمهوريت ړنګ شو او طا-لبانو بيا د افغانستان واک تر لاسه کړ. هغه وتل چې ناورین بلل کېږي، د افغانانو د تېرو شلو کلونو ټول ارزښتونه يې له منځه يوړل.

د طا-لبانو د واک ترلاسه کولو سره سم، یو ځل بیا د بشري حقونو ټول بنسټونه وتړل او د افغانانو پر اساسي بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو یې سخت بندیزونه او محدوديتونه وضع کړل.

تازه، طا-لبانو د «امربالمعروف او نهى عن المنکر» تر سرليك لاندې یو نوی قانون توشيح کړ چې آن د نارینه وو په حضور کې د ښځو غږ منع کوي.

طا-لبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پر مخ وتړل او له محرم پرته يې حمامونو، پارکونو، سينګارتونونو ته د ښځو په ورتګ هم بندیز ولګاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې په امریکا کې « د سپټمبر د یوولسمې د ترهګريزو بريدونو» د ۲۳ کلیزې په مناسبت، په نیویارک کې یوې فدرالي محکمې ایران او طا-لبانو ته امر کړی چې په زرونو زخمیانو او یا د هغوی د کورنیو غړو ته ټولټال ۱۴۴.۷ میلیارده ډالره د خسارې جبران په توګه ورکړي چې په دغې پېښې کې وژل شوي دي.

د امريكا غږ د راپور پر بنسټ، قاضي جورج ډانیلز په نیویارک کې وروسته له هغه درنه جریمه صادره کړه چې ایران او طا-لبان چې اوس په افغانستان کې واکمن دي د متحده ایالاتو په محکمو کې له ځانه په دفاع کولو کې پاتې راغلل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا