اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د سپټمبر د ١١ پېښو بريدګر: غواړم خپل پاتې بند په فرانسه کې تېر کړم

دید خبرې آژانس: د سپټمبر د یوولسمې د ترهګريزو بریدونو یو تن بريدګر چې د مجرم په توګه پېژندل شوى، غواړي د خپل عمري بند پاتې ورځې په فرانسه کې تېرې کړي، خو ۱۲ جمهوري غوښتونکو سناتورانو د امریکا له ولسمشره غوښتي چې د دغه کس غوښتنه رد کړي.

واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې جمهوري غوښتونکو سناتورانو په لیک کې لیکلي چې په هیڅ صورت کې باید دغه «ترهګر» ته خپل وطن ته د ستنېدو امتیازات ورنکړل شي.

د دغه ليک په یوه برخه کې راغلي دي: «د دغه محکوم شوي ترهګر د خپلو جنایتونو په خاطر د سزا د تېرولو د ځای په اړه باید د هغه غوراوي په پام کې ونه نیول شي او موږ له تاسو (د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر) غوښتنه کوو چې د هغه غوښتنه رد کړٸ.»

د دغه راپور پر بنسټ، سناتورانو په خپل لیک کې ویلي، چې هېڅ شی نه شي کولای د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې وژل شوي ٣زره کسان بېرته راوګرځوي، خو د قربانیانو د کورنیو غړي له حکومته تمه لري چې دغه مجرم د امریکا په زندان کې وساتي.

۵۶ کلن زکریا موسوي چې د خپل بند دوره دکلراډو د فلورېنس په ایالت کې اداري مرکز کې تېروي، له یوه فدرالي قاضي څخه وغوښتي چې هغه فرانسې ته وسپاري او ویلي يې دي، چې د امریکا د پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نومبر په ټاکنو کې بريالي کېدو په صورت کې د اعدامېدو په اړه اندېښمن دی

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ مه د امریکا په ختیځ اسمان کې د برمته کوونکو کوچنيو ډلو لخوا څلور الوتکې غلا شوې. دوی بيا دا الوتکې د لارښود توغندیو په څېر په نیویارک او واشنګټن کې مهم ودانیو سره ووهلې. دوه الوتکې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز دوه برجونه سره ټکر شوې.

له دغو بریدونو وروسته چې په سلګونو امریکایانو ته یې مرګ- ژوبله واړوله، د جورج ډبلیو بوش په مشرۍ امریکايي ځواکونو د طا-لبانو د رژیم د نسکورولو په موخه، چې د القاعده شبکې ملاتړي بلل کېده، پر افغانستان برید وکړ.

دغه ځواکونو شل کاله په افغانستان کې تېر کړل، خو بالاخره طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان واک بېرته ترلاسه کړ او دغه ځواکونه له افغانستانه ووتل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا