اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د سولي په محور، د اشرف غنی او رولاند کوبیا لیدنه کتنه!

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي رولاند کوبیا سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي رولاند کوبیا سره وکتل.
د دید خبری آژانس به رپوت، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو په بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو، سولې پروسې او په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او ولسواکۍ په ملاتړ د اروپایي ټولنې په رول بحث او خبرې وکړې.
رولاند کوبیا په بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو لپاره د حکومت ژمنتیا او هڅې، د ګواښونو باوجود په ټاکنو کې د ګډون له امله د خلکو زړورتیا او همداراز د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ټاکنو امنیت تامین وستایه.
هغه وویل، د تېر په پرتله دا ځل ټاکنیزو کمیسیونونو هڅه وکړه چې ټاکنې په ښه ډول ترسره شي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د سولې په اړه وویل، پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د افغان دولت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په هغه کې د ولسواکۍ ارزښتونه خوندي شي.
هغه څرګنده کړه، اروپایي ټولنه یو وار بیا پخپل پخواني دریځ ټینګار کوي چې د سولې پروسه باید د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت وي.
رولاند کوبیا څرګنده کړه، د سولې شرایط باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي پایته رسېدل وي او طالبان باید له افغان حکومت سره مذاکراتو ته تیار شي او پایداره سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار دا ده چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او سولې ته مخه کړي او موږ د دغه ډول پروسې ملاتړ کوو.
جمهوررئیس له افغانستان څخه په مختلفو برخو په ځانګړي ډول له پایداره او باعزته سولې د اروپایي ټولنې د ملاتړ مننه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا