Uncategorizedاسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

د سوداګرۍ وزارت يو پلاوي ایران ته تللي

دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانزیټ چارو د ریيس په مشرۍ، یو پلاوی ایران ته سفر کړی دی.

د دغه وزارت د ترانزیټ چارو د رییس محمدالله بختیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی نن سهار ایران ته روان شو.

دغه سفر د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د هغه سفر په تعقيب ترسره کېږي چې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ترسره شوی و.

د ياد پلاوي د دغه سفر موخه په مخکېني سفر کې د هوکړه شویو موضوعاتو د تخنیکي چارو څارنه او په چابهار بندر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دایمي نمايندګۍ پرانیستل ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ قضايي پلاوی هم نن سهار له ایراني مسوولینو سره پر يو لړ مهمو موضوعاتو د خبرو په موخه، تهران ته دوه ورځنی سفر وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button