اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثخبر

د سمنګان- بلخ پر لویه لاره د ترافیکي پېښې؛ ۳ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي

دید خبرې آژانس: د سمنګانو ولايت د خلم ولسوالۍ په کفتارخانه سيمه کې نن سهار ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له سړک څخه اوښتی، چې له امله یې درې تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۳۳ تنه نورټپيان شوي دي.

د سمنګانو د امنيې قومندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وايي، ټپيان د ترافيکو منسوبينو لخوا روغتون ته لېږدول شوي

نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌ احتياطي او چټک تګ ښودل شوی ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button