اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهور
د سلواغې ۲۶مه په افغانستان کې عمومي رخصتي ده
دید خبرې آژانس: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سلواغې ۲۶مه له هېواد څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکر د ماتي په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/3-1-720x470-1.png)
یاد وزارت څخه ته په رالېږل شوې خبرتیا کې ویل شوي، چې د ۱۴۰۳ ل کال د سلواغې میاشتې ۲۶مه چې د جمعې مبارکې ورځې سره سمون خوري او له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرولښکرو د ماتې او ایستلو د ورځې له ۳۶مې کالیزې سره برابره ده، په همدې مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.