افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه
د سلفي علماوو مشر په کابل کې ووژل شو
د دید خبري آژانس د خبر له مخې، راپورونه وايي، چې په کابل کې د سلفي علماوو مشر د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
په کابل ښار کې سرچينې وايي، چې د سلفي علماوو مشر او د جلال اباد ښار د نارنج باغ مدرسې مدير شيخ سردار ولي ثاقب د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ٢٢مه) په کابل ښار کې د ناپېژاندو کسانو له خوا ووژل شو.
تر اوسه د سردار ولي ثاقب د وژل کېدو دقیق ځای نه دی معلوم او طا-لبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه کومې ډلې د سردار ولي ثاقب د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.