د سرې میاشتې ټولنې له لوري د ۴۵۰ ماشومانو درملنه شوې
دید خبرې آژانس: افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېرو درې میاشتو کې څلور سوه او پنځوس ماشومان د سوري زړه پر ناروغۍ اخته شوي دي.

یو کلن ابراهیم د سوري زړه په ناروغۍ اخته دی او په پام کې ده، چې ژر یې عملیات هم و شي.
د تره زوی یې وايي، د ابراهیم پلار د میدان ښار په یو ښوونځي کې ښوونکی دی، چې د خپل زوی د درملنې وس نه لري.
هغه وايي، څلور میاشتې وړاندې یې د خپل زوی نوم له سرې میاشتې ټولنې سره ثبت کړی وو.
د ناروغ ماشوم د تره زوی، ضیاءالله په دې اړه داسې وايي: «کله چې نړۍ ته راغی، موږ یې معاینات وکړل. موږ څلور میاشتې وړاندې هغه ثبتنام کړی و او اوس څلور ورځې کیږي چې د عملیاتو لپاره بستری شوی دی.»
د یوه بل ناروغ ماشوم پلار، حبیب الله هم وايي: «له افغاني سرې میاشتې زموږ غوښتنه دا ده چې هرڅومره ژر چې کیږي، ماشومانو ته رسېدنه وکړي څو هغوی له دې ناروغۍ و ژغورل شي.»
په همدې حال کې په دغه روغتون کې یو ډاکټر وايي، هره میاشت ورته له دېرشو ترڅلوېښتو پورې ناروغان ور پېژندل کېږي او هره ورځ د درې یا څلورو ناروغانو عملیات کوي.
ډاکټر، محمد ظریف فایز په دې اړه وايي: «هره میاشت تقریباً له ۳۰ تر ۴۰ ناروغان وي، د سرې میاشتې د غوښتنې او بودجې پر بنسټ، موږ ته معرفي کیږي. د هغوی ټول لګښتونه د سرې میاشتې له لوري، تادیه کیږي.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېرو درې میاشتو کې یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۵۷ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي او اوس مهال دوه شپېته ماشومان تر درملنې لاندې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، مدثر همراز بیا و ویل: «په تېرو درېیو میاشتو کې ۴۵۷ ماشومان د داخلي روغتونونو ته معرفي شوي او درملنه یې شوې ده. که په عمومي ډول ووایو، په تېرو درې یا څلورو کلونو کې تر پنځه زره ماشومان چې د زړه سوری لري، د افغاني سرې میاشتې لخوا روغتونونو ته معرفي شوي او عملیات یې شوي دي.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو لمخې، د هر ناروغ ماشوم په درمنله له ۷۰۰ څخه تر دوه زره او ۳۰۰ ډالرو پورې لګښت راځي.